شا خه
دریچه ئی آشنائی با چهره های هنری - ادبی افغانستان
صفحات وبلاگ
کلمات کلیدی مطالب
     
آرشیو وبلاگ
 
نویسنده: فضل الرحیم رحیم - یکشنبه ۱۳۸٦/٢/٢۳
دمولاناجلال الدين محمدبلخي دزوكړي داته سوه يمي كاليزي د نمانځني له امله يوعلمي څيړنيزنړيوال سيمينارجوړشو.

نیټه : May 13, 2007
كتكگوري : General
منبع : Bakhtar

دسيمينار دكار په پيل كي  داطلاعاتو اوفرهنگ وزير  په لنډو خبرو كي وويل  دبلخ  مولانا دژوندبخښوونكي  اوبه په شان دافغانستان له غرنيو سيمو څخه رامنځته شو اوفيض يي ټوله نړي  ونيوله  زموږ لپاره دوياړځاي دي  چي دهيواد يواصيل بچي  ددرناوي په خاطر نړيوال سيمينار دجوړوو.ده زياته كړه لوي خداي (ج) بلخ له سياسي ناخوالو څخه دده دټاټوبي له  نيستان څخه لري كړ  خودغږ اوريي نړيوال اوتل پاتي شو.دبلخ مولانا په هغو زده كړو كي چي موږ له دغه سترښوونكي څخه زده كړي دي دپوهي  اوپيژندګلوي  يوسمندر دي  يويي هم دځان اودځان پيژندني اصل دي .خرم څرگنده كړه چي نن ورځ افغانستان يوځل بيا د روزگارله لاسه ځوريدلي دي بياهم  ددي هيواد خلك دپخوا په شان په وياړ اوسرلوړي  سره په پښو دريدل دي اوكنډوالي  بيا جوړوي  زموږ  دفرهنگ  بنسټ ښايي  دجگړي  له امله زموږ دښارله ديوالونو څخه زيات  او ژور زيانونو ليدلي دي  دهيواد فرهنگي  بيا جوړونه  ددي غوښتنه كوي  چي موږ لومړي خپل ځان وپيژنو  دبلخ مولانا موږ ځان پيژندني ته بولي  اوموږ ته رايادوني  چي موږ هم په دي نړي  كي يواو موږ بايد ځان  دنوربشريت ترمنځ پيداكړو.داطلاعاتو  اوفرهنگ وزير له يونسكوڅخه په دي خاطر چي  ۲۰۰۷ كال يي  دمولانا په نامه  نومولي دي  قدر داني وكړه   او هيله يي وكړه  چي دسيمنيار برخه وال دمولانا دژوندانه له بيلابيلو اړخونو  اودهغه له اثارو سره تماس ونيسي اوپه خپلو علمي اوڅيړنيزو مقالو سره دهيواد اودنړي علمي اوفرهنگي  شتمني لاپسي بډاي كړي .وروسته دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررئيس حامدكرزي  خبري وكړي  او ويي ويل  دوياړ ځاي دي  چي دافغانستان خلك په دي بريالي شو چي نن ددغه شان نړيوال شخصيت  درناوي وكړي چي ددي خاوري اصيل بچي و په دي خاوره كي  وزيږيد او تصوف  اومعرفت يي په نړي  كي  خپره كړه .مولانانه يوازي په افغانستان پوري اړوند  شخصيت بلګي په  نړي  اوبشريت  پوري مربوط  شخصيت  دي ځكخه دوه فكر شعر اونظريي دبشريت  دلارښووني اوفلاح  په خاطر دي .دبلخ مولانا  برسيره پردي چي دنړي دسترو شاعرانو اوفيلسوفانو له ډلي څخه دي ددري ژبي لپاره يي ستر پرتم   غرمت  رامنځته كړ دده فلسفه  له انسانيت  او معنويت  په  ژورتيا كي مشاهد ده   . مولانا هغو حركتونو   ورځينو كړنو  دانساني غبرگونونو  او هغو ستونزو ته چي انسانان ورسره مخامخ دي   ونه كتل  اوپاملرنه يي ونه كړه  بلكي  دانسان هغي شتمني  ته يي  كتلي دي   چي لوي خداي  (ج ) اشرف المخلوقات  خطاب ورته كړي دي اومولان په دي لاره كي پاملرنه كوي او دژورتيا په باره كي يي فكر كوي  اوپه دي اړوند عقيده څرگندوي  لكه څنكه كي وايي .دي شيخ باچراغ همي گشت گردشهر كزديودعلولم وانسانم ارزوستاودمولانا دغه خبري  ددي څرگندوي دي  چي داسلام  دغه ستر شخصيت  له ظاهر اوله ظاهري ژوندان سره علاقمندي نه لري دانسان  ظاهري  حركات  اوظاهري غبرگونونه  په پام كي نه نيسي  اودمسالي دژورتيا  په باب چي دمعنويت  اړخ دي فكركوي.دمولاناشعر  فسلفه  اومفكوره  دانساني  اوبشري  ارزښتونو څرگندوني  دي او دافغانستان خلك پايد  ووياړي  چي دافغانستان  په بلخ كي  دغه زيږيدلي بچي نن دورځ دټولني  نړي بچي  دي اوټو ل نړيوال ورباندي وياړي .جمهورريئس زياته كړه نن ورځ دبلخ  دمولانا  اثار په پښتو اودري  ژبو برسيره په بهرنيو  ژبو  هم ژباړل شوي دي  اودده داثارو مطالعه   مسلمانانو اوغيرمسلمانانو ته ارزښتناكه ده .داطلاعاتو اوفرهنگ له وزارت  ، يونسكو  اوله هغو نورو مراجعو څخه جي ددغه  سيمينار  په جوړولو كي يي ونډه اخيستي  ده قدر داني كوم  اوخوښ يم  چي  ۲۰۰۷  كال ديونسكو له خوا دبلخ دمولانا په نامه نومول شويدي .هيله لرم چي په دي سيميناركي دمولانا  داثارو  په باب ارزښتناك څيړني وشي  ستاسو دبرياليتوب هيله كوم .وروسته هغه سوغات  چي داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت او دمولانا دزيږيدني داته سوه يمي كاليزي دنمانځني دسيمينار دجوړولو  دكميسيون له خوا براپرشوي و داطلاعاتو اوفرهنگ  دوزيراو ددغه كميسيون درئيس عبدالكريم خرم  له خوا دهيواد  دجمهوررئيس  ته وړاندي شو.ورپسي دمشرانو جرگي  پروفيسر صبغت الله مجددي  دبلخ مولانا  د شخصيت  په دمشق  كي دده دتدريس اوله شتمكن اوبنسټيز بدلون سره دده دمخامخ كيدو په باب چي دمولانا په ژوندانه كي  رامنځته شوه  اوږدي خبري وكړي .مجددي زياته كړه  چي مولانا  دخداي په عشق  اخته اوډوب و  اودولايت له پړاوونو څخه تيرشوي  و اوله خداي (ج )  يوځاي شوي و او دده او دخداي ترمنځ  دروښنايي اودتورتم  ټولي پردي لري وشي وي اودغه مسله ددي سبب شوه  چي نن ورځ  مسلمان اوغيرمسلمان دهغه له اثارو څخه گټه  اخلي .دمولانا معنوي مثنوي  نارسي قران دي  ټول  متن يي دقران  دايتونو او داحاديثو شرحه ده .مجددي وويل افغانستان داولياو  مشرانو   اودخداي  ددوستانو  زانگو ده  هغه تيري كوونكي چي په دي خاوري پاندي تيري كوي دخپل تيري ځواب ويني اوبايد وويل شي چي كه چيري دغه  هيواد  اباد او ارام وي ټوله نړي به خيريي وويني  ل هدي پرته ټوله نړي په نارامه وي . ورپسي  داسلامي كنفرانس  دسازمان دفرهنگي څانگي مدير عبدالعزيز دمولانتا دزيږيدو  دځاي  دژوندانه  داړخونو  دزده كړي  ددوري او اثارو په باب خبري وكړي او دده فيه مافيه  كتاب يي مثال راوړ او په  دي باب يي څرگندوني وكړي .ورپسي  ديونسكو پيغام په دغي اداره كي د افغانستان داستازي ډاكتر محمدظاهر  عزيز له خوا دافغانستان دعلومو اكاډمي  پيغام ددغي اكاډمي  درئيس دسرڅيړونكي  دمرستيال عبدالباري راشد  اودكابل پوهنتون پيغام دپوهاند  بڼوال  له خوا ولوستل شول  اودسيممياردلومړي ورځي  لومړي برخه پاي ته ورسيده.علمي  غونډه  اودمقالو لوستل نن له غرمي وروسته  دغونډي درئيس په توگه دروان فرهادي په ټاكني سره پيل شوه اوپوهانو تربيلابيلو  عنوانونو لاندي  مولانا دژوندانه دبيلابيلو  اړخونو اوشخصيت  اودهغه داثارپه اړوند خپلي مقالي  ولوستلي  اودهرمقالي له پاي ته رسيدووروسته يي علمي خبري وكړي .
نویسندگان وبلاگ:
کدهای اضافی کاربر :